مسؤلیتونه:
· په ورځنی ډول په روغتیایی مرکز کی کار کول¸ که چیری نارینه ډاکترموجود نه وي نود خارج بستر ناروغانو د ورځنی کتنی مسؤلیت په غاړه لرل.( ورځنی او- پی- ډی )
· د خارج بستر ناروغانو په ورځنی کتنه کی د نارینه ډاکترسره مرسته کول.
· د نوي زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو د روغتیايي او د IMCI خدمات وړاندی کول.
· د بیړنیو پېښو په مدیریت او د سختو ناروغانو د راجع کولو څخه مخکې د هغوی په تثبیت او لومړنۍ پاملرنه کې مرسته کول.
· ناروغان د طبي پروسیجرونو لپاره چمتو کول او د معاینې او درملنې پر مهال له ډاکټرانو سره مرسته کول.
· ناروغانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د حفظالصحې، تغذیې، د درملو منظم استعمال، شیدو ورکولو، واکسیناسیون او د ناروغیو د مخنیوي په اړه مشوره او روغتیايي پوهاوی ورکول.
· په روغتیايي مرکز کې د انتان د مخنیوي او کنټرول (IPC) اصول په سمه توګه مراعاتول او یقیني کول.
· د طبي وسایلو او تجهیزاتو مناسبه تعقیم او ضدعفوني کول یقیني کول.
· د ملي معیارونو مطابق د طبي کثافاتو جلا کول او له منځه وړلو کې مرسته کول.
· د طبي وسایلو، درملو او مصرفي توکو موجودیت او په سمه توګه څارل.
· د انتاناتو څخه د وقایی د کړنلارو برابرول¸ ستنه لگول او د جامو بدلول.
· د روغتیایی مرکز مسؤل ته میاشتني راپور ورکول.
· د روغتیا د اداری معلوماتی سیستم د میاشتینی راپورونو برابرول.
· ټولی هغه دندی چه د لوړو مقاماتو یا د څارونکو ( سوپرویزرانو ) لخوا ورته ورکول کیږی.