مسؤلیتونه:
په ورځنی ډول په روغتیایی مرکز کی کار کول¸ که چیری نارینه ډاکترموجود نه وي نو د خارج بستر ناروغانو د ورځنی کتنی مسؤلیت په غاړه لرل. (Daily OPD )
د خارج بستر ناروغانو په ورځنی کتنه کی د نارینه معالجوی ډاکترسره مرسته کول.
ټولو ښځینه مراجعینو ته د امیندوارۍ مخکې پاملرنې (ANC)، د زېږون وروسته پاملرنې (PNC)، ولادت او د کورنۍ د تنظیم خدمات وړاندې کول.
د میندو لپاره د کورنیو د تنظیم د ښه مشورو وړاندی کول.
ټول اړوند راجسترونه، فورمې او د حمایوي اسناد په سمه او بشپړه توګه تکمیلول.
د روغتیایی مرکز مسؤل ته میاشتني راپور ورکول.
د ولایتي دفتر له خوا په پلان شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول.
له مراجعینو او د روغتیايي مرکز له کارکوونکو سره ښه او مسلکي چلند کول.
په روغتیایی مرکز کی د مور او ماشوم د ټولو روغتیایی فعالیتونو مسؤلیت په غاړه لرل.
په روغتیايي مرکز کې د انتانونو د مخنیوي او کنټرول (IPC) اصولو رعایت او څارنه کول.
میندې هڅول چې د امیندوارۍ او شیدې ورکولو په موده کې د اوسپنې او فولیک اسید (IFA) ګولۍ په منظم ډول ترلاسه او استعمال کړي.
د دندې د ترسره کولو پر مهال د مور، نوي زیږېدلي او ماشوم د روغتیا (RMNCH) اړوند پالیسۍ، لارښوونې او معیارونه پلي کول.
د روغتیا د اداری معلوماتی سیستم د میاشتینی راپورونو برابرول.
ټولی هغه دندی چه د لوړو مقاماتو یا د څارونکو ( سوپرویزرانو ) لخوا ورته ورکول کیږی