مسؤلیتونه:
د خارج بستر ناروغانو ورځنی کتنه (Daily OPD) او د ناروغیو او واکسینونو په اړه د ټولنې د پوهاوي لوړول.
د عامې روغتیا وزارت (MoPH) د روغتیايي خدمتونو له پالیسیو او لارښودونو سره بلدتیا او د هغوي رعایت کول.
د ناروغانو محرمیت ساتل او د هغوی انساني وقار ته درناوی کول.
د درملو د منطقي او مناسب استعمال څخه ځان ډادمن کول.
د ناروغانو د معلوماتو په سمه توګه په راجستر کي ثبتول.
ناروغانو ته د درملو د استعمال او اړوندو سپارښتنو په اړه معلومات ورکول او د تعقیبي لیدنو سپارښتنه کول.
د روغتیایی مرکز کارکونکو ته د دندی پر مهال روزنه ورکول(On job training) .
د روغتیایی مرکز اداره او تنظیم(Management of the clinic) .
د HMIS مربوط د میاشتینی راپورونو برابرول او په وخت ولایتي دفتر ته سپارل.
د محلی روغتیایی کمیټو سره هم غږي او مرسته کول(Health shura committee) .
په روغتیايی مرکز کي د نورو بخشونو کارمندانو سره دوامداره همغږي او په کارانو کي ورسره مرسته کول.
د روغتیایی مرکز د کارکونکو په میاشتینی غونډه کی کارکونکو ته هدایت ورکول.
د روغتیایی مرکز د کارکونکو د علمی پوهی لوړوالی په خاطر د روزنیزو میاشتینی کورسونو جوړول.
په ولایتي دفتر کی د روغتیایی مرکزونو د مسولینو په میاشتینی غونډه کی برخه اخستنه.
د ولایتي دفتر له خوا په پلان شویو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول.
د روغتیايي مرکز له کارکوونکو سره نږدې همغږي کول، ترڅو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او ښه والي ځان ډاډ من کول.
ټولي هغه دندی چه د لوړو مقاماتو یا د څارونکو (سوپرویزرانو) لخوا ورته ورکول کیږی په وخت سره اجرا کول.